افغانستان کې د سرهصلیب نړیوالې کمیټې رییسې کاتارینا ریتز، عملياتي مرستیال سکات دوسیت او د یاد سازمان سیاسي مشاور عزتګل د ریاستالوزرا د دفتر عالي مقام له رییس ډاکټر ملا عبدالواسع سره کتلي دي.
ارګ پرون(سه شنبه، چنګاښ ۲۶مه) په خپل اېکس ددې کتنې خبر ورکړی دی.
مېرمن ریتز ویلي، د سرهصلیب نړیوالې کمیټې د تېر کال په پرتله اوسمهال د روغتیا، برېښنا، پاکو اوبو رسولو، بندیانو ته چوپړونو او د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.
ورته مهال ډاکټر ملا عبدالواسع افغانستان کې د یادې کمېټې له کړنو مننه کړې. نوموړي ویلي چې خیریه بنسټونه باید د وخت غوښتنو ته په کتو خپلو چارو ته لومړیتوب ورکړي.
ډاکټر ملا عبدالواسع همدارنګه ټینګار کړی چې خیریه چارې باید په سیاست پورې ونه تړل شي او بې پلوه ترسره شي.