د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د تېرو درېیو ورځو پر مهال د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۳۷۳ تنه افغان کډوال راخوشې او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت وايي، راخوشې شوي افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او زنداني شوي وو.
سرچينه زیاتوي چې له ډلې یې ۲۹۶ تنه د تورخم او ۷۷ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته دننه شوي دي.
د مسوولينو په وینا، راستنو شویو کډوالو ته لومړنۍ بشري مرستې برابرې شوې او وروسته خپلو اصلي مېنو ته هم لېږدول شوي دي.

