د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي کونړ ته سفر کړی او په یاد ولایت کې یې له سېلاب ځپلو سره مرستې کړي دي.
ښاغلي ترابي د شهیدانو له کورنیو سره کتلي، د اسلامي امارت د مشرتابه او د ریاست الوزرا مقام د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغامونه یې ورته رسولي او همدارنګه یې د هر شهید له کورنۍ سره سل ـ سل زره افغانۍ مرسته کړې ده.
نوموړي د نغدي مرستې د وېش پر مهال ویلي چې دا مرستې د شهیدانو د ژوند بدله نه شي کېدلی خو دا مرستې یوازې د خواخوږۍ په پار دي.
ملا نورالدین ترابي له زیانمنو سیمو د لیدنې ترڅنګ، د خلکو ستونزې واورېدلې او هغوی ته یې د بشري مرستو ډاډ ورکړی دی. د یادونې وړ ده چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي تر دې وړاندې ننګرهار ولایت ته سفر کړی و.