د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد نن شپه(جمعه، زمري ۱۹مه) په خپل رسمي اېکس د داعش خوارجو د پراخ شتون خبره بابېزه بللې ده.
ښاغلي مجاهد لیکلي چې د داعش خوارجو د شتون په تړاو د لوېدیځو هېوادونو او ځیني بنسټونو اندېښنې بې ځایه دي.
نوموړي وړاندې لیکلي: د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت په واک کې ده او هیڅ داسې چاته اجاره نه ورکوي، چې له دې خاورې نورو ته زیان ورسوي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان اسلامي امارت مسوولینو ویلي و چې له افغان خاورې نورو هېوادونو ته زیان او خطر نشته.