ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د یوې پاکستانۍ ډاکټرې معاینه‌خونه وتړل شوه

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خپل اېکس د دې ولایت په زرین اباد سیمه کې
د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د پلټنې او تطبیق مسوولینو او د استخباراتو د استازو له لوري د یوې پاکستانۍ ډاکټرې د کتنځي د تړلو خبر ورکړی.
ویل کیږي چې نوموړې د عامې روغتیا وزارت څخه رسمي جواز نه درلود او د خپل نوم څخه په ګټې اخیستنې یې له ناروغانو ډېرې پیسې اخیستې.
دغې ډاکټرې به له ناروغانو تر ۱۲ زرو افغانۍ اخیستې.
عامې روغتیا ریاست خلکو ته په وینا کې ویلي چې د خپلسرو کتنځایونو او روغتونو په تړاو دوی ته مالومات ورکړي.

اړوند خبرونه