د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي رییس ذبیحالله بشردوست ويلي، په سیمهییزه او نړیواله کچه د رسنیو ترمنځ سالم رقابت روان دی او د همدې له امله د رسنیو فعالیت په ټولنه کې ځانګړی اهمیت لري، ځکه رسنۍ کولای شي د ښه او بد ترمنځ د توپیر په روښانه کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
ښاغلي بشردوست د «اميد رسنيزې شبکې او د کابل پوهنتون په ګډون له يو شمېر تحصيلي بنسټونو سره د ګډ درېاړخیز هوکړهلیک د لاسلیک» غونډې پر مهال د يادې شبکې له رهبرۍ مننه کړې، چې د رسنیو او تحصیلي بنسټونو ترمنځ یې د همکارۍ دا ډول پروګرام پیل کړی دی.
بشردوست د رسنیو له کارکوونکو غوښتي، چې په خپلو رسنیزو فعالیتونو کې نوښت ته پاملرنه وکړي او هغه مطالب وړاندې کړي چې په رښتینې توګه د ولس په ګټه تمام شي.
د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي رییس زیاته کړې، چې په اوسنۍ زمانه کې د رسنیو او تبلیغاتو له لارې هېوادونه یو پر بل جګړه کوي، نو له همدې امله د رسنیز سکتور پیاوړتیا او ساتنه خورا مهمه ده.
نوموړي په دې غونډه کې ويلي، د همدې ډول هوکړهلیکونو له لارې کولای شو د پردیو د ناوړه تبلیغاتو مخه ونیسو او ملي ګټې خوندي کړو.
بشردوست له اسلامي امارت هم غوښتي، چې د رسنیو ملاتړ ته جدي پاملرنه وکړي، او ډاډ یې ورکړی، چې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ټول پرسونل به د امید رسنیزې شبکې سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو وي.
د نوموړي په وینا، دا همکاري به د دواړو لوریو لپاره یو مهم او سرنوشت ټاکونکی ګام وي.

