د ۲۲۱ شهید افتاب (رح) له ښوونیز مرکز څخه د ملي اسلامي اردو ۵۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي دي.
ملي دفاع وزارت نن(سه شنبه، زمري ۳۰مه) په خپل اېکس ددې منسوبینو د فراغت خبر ورکړی.
یاد منسوبین له درې میاشتني تخنیکي، فکري او نظامي زده کړو وروسته فارغ شوي.
په دې مراسمو کې مسوولینو فارغانو ته په خپلو چارو کې د اعدادو، تقوا او اخلاص سپارښتنه کړې ده. ملي دفاع وزارت تر دې وړاندې هم زرګونه ځوان منسوبین له بېلابېلو مسلکي او عقیدتي برخو فارغ کړي دي.