ډېر لوستل شوي

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د تېز اورښت او سېلابونو شونتیا شته

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په خپل اېکس د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.

د دغه وزارت  له‌خوا په یوې خپره شوې خبرتیا کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردګو، پکتیا، خوست، او پکتیکا ولایتونو لپاره شوې.

خبر زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختیځو، شمالي، لویدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی. د د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په قول، دغه اورښتونه به د زمري تر ۳۱مې پورې دوام وکړي.

اړوند خبرونه