د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیایي چارو قومندانۍ د رهبرۍ په هڅو د ملي اردو منسوبینو ته د عینکو جوړولو اسانتیا رامنځته شوې ده.
د روغتیایي چارو قومندانۍ د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت ویلي چې د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې د نویو پرمختګونو په درشل کې د عینکو جوړولو څانګه هم پرانیستې. تر دې وروسته به د ملي اردو هغه منسوبین چې د سترګو ستونزه لري، تر معاینې وروسته به ورته د عینکو چوپړونه وړاندې کیږي.