ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې درې یرغمل شوي هېوادوال ازاد شول

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع بېګاه شپه(دوشنبه، زمري ۲۹مه) په خپل اېکس ننګرهار کې ددریو تنو تښتول شویو هېوادوالو د خوشې کېدو خبر ورکړی.
ښاغلي قانع لیکلي: د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت د پولیسو ځانګړو ځواکونو ٩٩٩ ملي قطعې په ننګرهار ولایت کې درې تنه تښتول شوي هېوادوال د تښتوونکو له منګولو وژغورل. دا هېوادوال د نامالومو کسانو له لوري په شیخ مصري سیمه کې اختطاف شوي وو چې له شپږ ساعتو عملیاتو وروسته خوشې شوي. په تښتول شویو کې یو خبریال او دوه عام ملکي افغانان دي.
ددې پېښې په تړاو دوې ښځې او درې نارینه نیول شوي چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه