ډېر لوستل شوي

دفاعي ځواکونو د پنجشېر لویه لار پرانیستې

افغان امنیتي دفاعي ځواکونو د پنجشېر لویه لاره پرانیستې ده.

دا لاره د سېلابونو په سبب تړل شوې وه چې له دریو ساعتونو وروسته د دفاعې ځواکونو د انجینرۍ ټیم په هڅو  بېرته پرانیستل شوې.

د پنجشېر تر څنګ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم سېلابونو او درنو اورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي.

پرونیو سېلابونو د نورو ولایتونو په پرتله ننګرهار ډېر ځپلی. تر دې مهاله هلته د یوه ماشوم د مړینې او بل د ژوبلېدو پخلی شوی.

اړوند خبرونه