ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې وروستیو سېلابونو ګڼ خلک زیانمن کړي

د ننګرهار په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د تېرې شپې سېلابونو ګڼو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان مولوي محمد فرید عمر د اطفايي مدیریت په ګډون ټولو امنیتي منسوبینو ته لارښونه کړې چې سیمې ته ځانونه ورسوي او له زیانمنو سره مرسته وکړي.

د اطفايي مدیریت منسوبینو د ټولو اړینو وسایلو سره سیمې ته ځانونه رسولي او د زیانمنو چوپړ کوي. د ننګرهار د تېرې شپې سېلابونو او اورښتونو تر دمګړۍ د یوه تن ژوند اخیستی او ۶ نور ټپیان دي.

اړوند خبرونه