د جوزجان سیمهییزو چارواکو ویلي چې ددې ولایت بندر سیمه کې د تېلو یو ټانګ اور اخیستی دی.
ددغې اورلګېدنې له کبله د ۵۰ زرو امریکایي ډالرو زیان اوښتی.
دغه اورلګېدنه نن سهار (پنجشنبه، وږي لومړۍ) د برېښنا د شارټي له امله رامنځته شوې ده.
ویل کیږي چې اوروژونکو اور مهار کړی او د لا ډېر زیان مخنیوی یې کړی.