ډېر لوستل شوي

له ښوراب ښوونیز مرکز څخه ۹۵۰ ځوان منسوبین فارغ شول

د ۲۱۵ عزم قول اردو ښوراب ښوونیز مرکز څخه ۹۵۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي دي.

ملي دفاع وزارت نن سهار (دوشنبه، وږي ۵مه) په خپل رسمي اېکس ددې کسانو د فراغت خبر ورکړی دی.

ملي دفاع وزارت ویلي چې دا کسان له درې میاشتنیو زده کړو وروسته له بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو څخه فارغ شوي دي.

ددې منسوبینو فراغت‌غونډه کې د ملي دفاع وزارت ګڼو مسوولینو برخه اخیستې وه او په ویناوو کې یې منسوبین خپلې خاورې او د ولسونو چوپړ ته رابللي دي. د غونډې په پای کې دې منسوبینو خپل رزمي او ورزشي نمایشونه هم وړاندې کړي.

اړوند خبرونه