ډېر لوستل شوي

مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست څخه ۵۱ منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت بېګاه شپه(یکشنبه، وږي څلورمه) په خپل اېکس د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست څخه د ۵۱ تنو د فراغت خبر ورکړی دی.

د ملي دفاع وزارت په خبره، دا منسوبین له دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو فارغ شوي دي.

د یادو منسوبینو فراغت‌غونډه کې د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي صلاح الدین خویدم نویو فارغانو ته په خطاب کې ویلي چې خپلو چارو ته پاملرنه وکړي. ښاغلي خویدم دا فارغان د مشرانو پیروۍ ته هم رابللي.

د یادونې وړ ده چې ملي دفاع وزارت تر دې وړاندې هم له بېلابېلو برخو زرګونه تنه فارغ کړي دي.

اړوند خبرونه