د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کارګو او پوستي چوپړونو پر ستونزو او فعالیتونو بحث شوی.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن(سه شنبه، وږي ۶مه) په خپل اېکس لیکلي چې دا غونډه پرون په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې.
غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د کارګو شرکتونه پر ۴۶ کیلوګرامه توکو لېږد مکلف شوي او همداراز ورته د سرغړونې په صورت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د قانوني چلند سپارښتنه شوې ده.
همدارنګه د پوستي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه هم مکلف کړل شوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تر څارنې لاندې به له ۴۶ کیلوګرامه زیات توکي نه انتقالوي او که له دې اندازې زیات توکي انتقال کړي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري به قانوني چلند ورسره کېږي.
ګډې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د عدلیې وزارت تر نظارت لاندې د پوستي خدمتونو قانون جوړ، د اقتصادي کمېسیون له لارې یې چارې بشپړې او د منظورۍ لپاره یې د اسلامي امارت مشرتابه عالي مقام ته وړاندې کړي.