ډېر لوستل شوي

د قطعاتو او جزوتامونو لخوا ۸۱۳۳۵۲ اوپراسيوني فعاليتونه تر سره شوي

د ملي دفاع وزارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصيح‌الدين فطرت وايي، په تېر کال کې د افغانستان د ملي اسلامي پوځ د قطعاتو او جزوتامونو لخوا ۸۱۳۳۵۲ اوپراسیوني فعالیتونه تر شوي، چې په ترڅ کې یې ۵۸۸ میله سپکې او ۶۰ میله درنې وسلې، ۱۵۱۵ کليوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۳۹ لاسي بمونه او زیاته اندازه مهمات، ۴۴ مخابرې، ۴۰ دوربینونه، ۳۸۶ وسایط او ۱۹۸۲ موټرسایکلونه کشف او نيول شوي دي.

د ښاغلي فطرت په وينا: له ارزښتونو او حاکمیت څخه ساتنه، د امنیت ټینګښت او د قانون له تنفیذ څخه ملاتړ، له داخلي بنسټونو او نورو وزارتونو سره همکاري، بېړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته، له امنیتي او دفاعي ارګانونو سره همغږي او همکاري د ملي دفاع وزارت له اساسي دندو څخه دي.

نوموړي زياته کړې، د هېواد له سرحدونو د ساتنې او د امنیتي پېښو د مخینوي په موخه، په اړینو ځایونو کې ګڼ شمېر کنډکونه او امنیتي پوستې جوړې شوي دي.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارمي وايي، د هېواد له دفاعي او امنیتي ادارو سره همغږۍ، د تقنیني اسنادو بیا کتنه، د جوړښتونو اصلاح، د تاسیساتو جوړول او د لوژستیکي، روغتیايي او تدارکاتي اسانتیاوو برابرول؛ په روان کال کې د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

د يادولو ده، د ملي دفاع وزارت د مسوولينو دغه څرګندونې د رسنيو په مرکز کې د اماراتي ادارو د يو کلنو لاسته راونو په خبري ناسته کې وکړې.

اړوند خبرونه