د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان له حوزوي مشرې حنان بلخي، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر او د ختیځې مدیترانې حوزې د پولیو له منځه وړلو له مسوول ډاکټر حامد جعفري سره پر لیکه/انلاین ناسته کړې ده.
دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي چوپړونو پر پراختیا، د روغتیایي پرسونل پر ظرفیت، د ساري ناروغیو پر مخنیوي او نورو بحث کړی.
مولوي جلالي د لنډمهالو مرستو تر څنګ پر انکشافي مرستو هم ټینګار کړی. بل پلو، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې اغلې بلخي د افغانستان د روغتیايي سیستم سره د نړیوالو مرستو د را جلبولو تر څنګ پر دوامدارو او بنیادي کړنو ټینګار کړی. د نوموړې په وینا د افغانستان د روغتیايي سیستم د لا ښه والي په موخه باید لا زیات کار وشي ، او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړی.