ډېر لوستل شوي

ارزګان کې امنيتي ځواکونو ګڼ مهمات نيولي

د ارزګان د امنيه قومندانۍ چارواکو خبر ورکړی، چې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر پوځي مهمات نیولي دي.

د یاد ولایت د امنيه قومندانۍ وياند بلال ارزګاني اميد راډيو سره په خبرو کې وويل، د ګېزاب ولسوالۍ امنيتي ځواکونو ددې ولسوالۍ په تګاب دار سيمه کې عمليات کړي، چې پرمهال يې د کلاشنکوف ۱۰۰۰  مرمۍ په یوه کور کې نیولي دي.

ښاغلي ارزګاني زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونه هېچا ته د غیرقانوني کړنو اجازه نه ورکوي. نوموړي وړاندې ویلي، چې امنیتي ځواکونه به له کورونو هم ناقانونه ساتلې وسله او مهمات راټول کړي.

اړوند خبرونه