ډېر لوستل شوي

عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله په سمنګان کې له جهادي مدرسې څخه لیدنه کړې.

د اسلامي امارت زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ هبت‌الله اخندزاده حفظه‌الله سمنګان ولايت ته سفر کړی دی.
د سمنګانو د والي وياند عصمت الله مرادي په خپل اېکس د اميرالمؤمنين حفظه‌الله د سفر خبر ورکړی دی.
عصمت الله مرادي وړاندې ويلي، چې اميرالمومنين حفظه‌الله په دې کتنه کې د دوی په هڅو، صداقت او ژمنتيا ټينګار کړی دی.
د اسلامی امارت مشرتابه په ګوته کړې، چې زده کوونکی باید اخلاص تمرین کړي او د لوی هدف لپاره چې د اسلام دین ساتل دي، ګامونه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ هببت‌الله اخندزاده تر دې وړاندې د بادغيس ترځنګ د شمالي ولايتونو په سفر کې ، فارياب، جوزجان او يو شمېر نورو ولايتونو ته سفرونه کړي دي.

اړوند خبرونه