ډېر لوستل شوي

پروان کې د اوبو د یوه سربند د جوړولو چارې پیل شوې

د پروان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د سرخ پارسا ولسوالۍ په ګنبد کلي کې د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو د یوه سربند جوړولو چارې پيل شوې.

دغه سربند ۱۵ متره اوږدوالی لري، چې په بشپړېدو به یې د ګنبد کلي ۲۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او لسګونو کارګرو ته به پکې کارموندنه هم وشي. د یادونې وړ ده، چې د دې سربند لګښت، د مالیې وزارت له بودیجې ورکول کیږي.

اړوند خبرونه