ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت د قطعاتو ويندويانو درې ورځنی سيمينار پای ته ورسېد

د ملي دفاع وزارت وايي، د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو رياست له لوري د مرکز او سيمه‌ييزو لواګانو ۸۰ تنه ويندويانو او د عامه چارو امرينو ته د ظرفيت لوړونې درې ورځنی سيمينار، نن پای ته ورسېد.

د ياد وزارت د خبرپاڼي له مخې، په دې سیمینار کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله حکیمي، د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه، د چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي خالد سجستاني، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتو او استخباراتو ریاست ویاندویانو سربېره د ملي دفاع وزارت نورو مسوولینو ګډون کړی وو.

د دې سيمينار د پای مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل: « تاسو د ملي اسلامي اردو ژبې یاست، د خپلې ملي اسلامي اردو قوت نړۍ ته په عمل کې ثابت کړئ او کوښښ وکړئ، چې د اردو او خلکو ترمنځ تفرقه ختمه کړئ.»

ورته مهال، په سيمينار کې ګډون کوونکو ويندويانو خپلې ستونزې شريکې کړې، چې اړوندو مسوولينو د حل کېدو ډاډ ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت خپلو مسوولينو ته د لنډ مهالي سيمينارونه په دايرولو سره سلګونه ځوانان روزلي دي.

اړوند خبرونه