ډېر لوستل شوي

کابل ښار کې په نشه يي توکو ۱۸۳ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي

له نشه‌يي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې پوليسو په کابل ښار کې په نشه يي توکو ۱۸۳ روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه يې، اميد روغتیايي مرکز ته لېږدولي.

ياد وزارت ورته مهال پر خپل اېکس، په کابل، نیمروز او غور ولايتونو کې د نشه‌يي توکو د لېږد او پلور په تور د ۲۲ تنو د نيولو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت زياتوي، چې په غور او فراه ولايتونو کې يې د نشه‌يي توکو د پروسس څو کارخونې هم له منځه وړې او ترې ترلاسه شوي ټول نشه‌يي توکي يې سوځولي دي. د يادولو ده، چې له نشه‌يي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې پوليسو تر دې وړاندې هم په مرکز او يو شمېر ولايتونو کې په دې تړاو لسکونه تورن کسان نيولي دي.

اړوند خبرونه