ډېر لوستل شوي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست خوست ته په یوه سفر تللی

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د دې ولایت له دیني عالمانو، سپین ږیرو، مخورو، پوځي او ملکي وګړو سره کتلي او د دوی ستونزې یې اورېدلي دي.
ښاغلې اخندزاده ژمنه وکړه، چې شته امکاناتو ته په کتو سره به په یادي ولسوالۍ کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې کار کوي. د صبریو له مشرانو سره تر کتنې وروسته ښاغلي اخندزاده د دې ولسوالۍ د لویې هدیرې شهیدانو ته هم دعا کړې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده، د خپل سفر په ترڅ کې د خوست د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست څخه هم کتنه کړې او کارکوونکي یې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي دي.

اړوند خبرونه