ډېر لوستل شوي

د خوړو او درملو ملي بورډ نوبتي ناسته وکړه

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د خوړو او درملو ملي بورډ نوبتي ناسته کړې ده.
ارګ نن ماښام(یکشنبه، وږي ۲۵مه) په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی.
په دې غونډه کې د خوړو خونديتوب، هېواد ته د واردېدونکو درملو کنټرول، د جواز لرونکو درملو لېست برابرولو، د بې‌کيفيته خوړو او درملو د قاچاق او واردېدو پر مخنيوي، د بې کيفيته خوړو او درملو د نه کارولو په اړه د عامه پوهاوي پياوړتيا او د معياري لابراتوارونو پر جوړولو بحث شوی دی. یاده ناسته کې د بې کیفیته درملو پر قاچاق او د معیاري لابراتوارونو د جوړولو په تړاو لازمې پرېکړې وشوې.

اړوند خبرونه