ډېر لوستل شوي

بلخ کې وسلې او مهمات نیول شوي

د بلخ ځایي مسوولینو ویلي، چې دې ولایت کې یوه اندازه وسلې او مهمات نیول شوي دي.
د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت د منسوبینو د هلو ځلو په پایله کې د مزارشریف ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوندو سیمو کې ۳ کلاشینکوفونه، ۹ شاجورونه، ۳ چانټې او ۱۱۸ مرمۍ نیول شوي.
د بلخ امنیه قومندانۍ د یادو وسلو او مهماتو په تړاو د کوم تورن کس د نیونې نه دي ویلي.

اړوند خبرونه