د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ماشومانو د خوندیتوب صندوق یا یونیسیف سازمان له مشر ډاکټر تاج الدین اویلا او مل پلاوي سره کتلي دي.
دې ناسته کې پر شته روغتیایي وضعیت، هېواد کې پر وړاندې کېدونکو روغتیایي چوپړونو او افغان ولس ته پر معیاري روغتیایي خدمتونو بحث وشو.
په دې لیدنه کې ښاغلي جلالي د روغتیايي مرکزونو پر ښه تمویل او تجهیز، د درملو د کمښت د ستونزې پر کمولو، روغتیايي کارکوونکو د معاشونو پر عادلانه ورکړې او نورو برخو ټینګار کړی دی.
بل پلو، د یونیسیف سازمان د بېلابېلو برخو مسوولینو ژمنه کړې، چې له روغتیا وزارت سره به له نږدې کار کوي.