د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري زابل ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي، چې اسلامي امارت په يوه سخت حالت کې د افغانستان وضعيت عادي وساته.
ښاغلي نورالله نوري د دې ولايت په يوې لويې ولسي غونډې کې د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ته په اشارې وويل: «د افغانانو شتمني د تېرې ادارې پر مهال په امریکا کې ساتل کېده؛ نو له همدې امله د اسلامي امارت له راتګ سره کنګل شوه»
په ياده ولسي غونډه کې د دې ولايت ديني عالمانو او قومي مشرانو ويلي، چې په دې خاوره مو د اسلامي نظام واکمنېدل يو لوی ارمان و او ساتل يې زموږ دنده ده. د يادولو ده، چې په دې لويه ولسي غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت د سرپرست په ګډون، يو شمېر سيمهييزو چارواکو د سیمې دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او عامو خلکو هم ګډون کړی وو.