ډېر لوستل شوي

افغان کډوالو ته د پاسپورټ او پېژندپاڼو په ورکړه کې اسانتياوې برابرېږي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ايران او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د پاسپورټ او پېژندپاڼو په ورکړه کې اسانتياوې رامنځته کوي.

د دې وزارت سرپرست خليل‌الرحمن حقاني د اسلام‌اباد، کوټې، پېښور او د ايران د مشهد زاهدان او تهران ښارونو کې د افغان کډوالو اتشو ته سپارښتنه کړې، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي حقاني دغه سپارښتنه په يادو ښارونو کې د افغان کډوالو له اتشو سره په انلاين غونډه کې کړې دي. د يادولو ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په دې غونډه کې مسوولينو ته په خپلو چارو کې د چټکتيا او روڼتيا ترڅنګ د شريعت په پلي کولو هم ټينګار کړی دی.

اړوند خبرونه