ډېر لوستل شوي

د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته روان شو

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د مسکو مشورتي فارمټ ناستې ته د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د یوه پلاوي د روانېدو خبر ورکړی دی.
دغه پلاوی د روسیې په رسمی بلنه د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ شپږمې ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شوی.
ویل کیږي، چې مولوي امیرخان متقي به د مسکو فارمټ ناستې څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وویني.

اړوند خبرونه