ډېر لوستل شوي

د روغتيایي سکټور په پياوړتيا ټينګار؛ خصوصي سکټور وړاندیزونه کړي

د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نور جلا جلالي په مرکز کې د خصوصي سکټور اړوند روغتونونو له مسوولينو سره په ناسته کې د دې برخې په پياوړتيا ټينګار کړی دی.

د خصوصي سکټور اړوند روغتونونو مسوولينو د دوی د فعالیت په برخه کې وړاندېزونه او شته ستونزې د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه سره شريکې او د حل غوښتنه يې کړې ده.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي جلالي په روغتيايي سکټور کې د وړاندیزونو او ستونزو له اورېدو سره سم، د حل ډاډ يې ورکړی دی. د يادولو ده، چې په ورته مهال دې وزارت په هلمند او پکتيا ولايتونو کې د يو شمېر خصوصي روغتيايي سکټور څخه د څارنې په پايله کې د ۴۶ بېلابېلو کتنځايونو د تړل کېدو خبر ورکړی دی.

اړوند خبرونه