د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايتالله بدري په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له تخنيکي پلاوي سره کتلي دي.
دې وزارت په خپل اېکس پاڼه ليکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د علمي کار پر چکټتيا، د کمپونو جوړولو، سيمهييزو خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو، هېوادوالو ته د تحصيلي بورسیو برابرولو، هرات ښار کې د ګازو د وېش شبکې د جوړولو او د ځمکو د استملاک د پاتې چارو په تړاو خبرې کړې دي.
ياد وزارت ويلي، چې ښاغلي هدايتالله بدري د ټاپي پروژې اجرائيوي رييس مراد امانوف ته د دې پروژې د چارو د چټکتيا په موخه د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.