ډېر لوستل شوي

د فراه بېلابېلو سیمو کې ۴ کانالونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ددې ولایت په بېلابېلو برخو کې د ۴ کانالونو د ګټې اخیستنې خبر ورکړی دی.
دغه کانالونه د ریګي پایین، مروارید یک، مروارید دو او میانجي کلیو کې جوړ شوي.
د ۳ زره ۸۰ مترو په اوږدوالي دغه کانالونه د ۱۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوي، چې ۴۷۶ هکټاره ځمکه خړوبوي.
د فراه اوسېدونکو ددې کانالونو په رغونې خوښي ښودلې او په وینا یې دا کانالونه به د کرنې په برخه کې ګټور ثابت شي.

اړوند خبرونه