د لبنان عامې روغتیا وزارت وايي، چې صهيونيست رژيم د لبنان په جنوب کې يو دولتي روغتون ته څيرمه بريد کړی چې په پايله کې څلور بېګناه کسان شهيدان شوي دي.
دې وزارت زياته کړې، چې په شهيدانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
د راپورونو له مخې ځايي اوسېدونکو ویلي، سیمه کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ټولو خلکو ونشوی کولی چې ځانونه خوندې ځای ته ورسوي. په همدې مهال لبناني چارواکو ویلي، تېره شپه صهيونيستي رژيم پوځ په “الحدث، الاوزاعي” او شاوخوا سیمو ۱۳ هوايي بریدونه کړي دي.