افغاني سرې مياشتې ټولنې په کونړ کې ۶زره او ۲۰۳ تنو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکړی دی.
دې ټولنې ويلي، چې د تېرې یوې مياشتې په اوږدو کې ۲ زره او ۲۰۳ تنو ته د کتنې تر څنګ د اړتيا وړ درمل ورکړل شوي؛ د ۴۰۹ ټپيانو پانسمان، ۸۳ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغيو د مخنيوي په برخه کې د واکسينونو تطبيق، او ۲زره ۵۱۴ تنو ته د روغتيا ساتنې په تړاو اړينې مشورې ورکړل شوې دي.
د يادې ټولنې مسوولين زياتوي، چې په دې موده کې ۱۹۱ اميندوارو مېرمنو ته روغتيايي خدمتونه، ۵۷۰ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۳۴مېرمنو ته د کورني تنظيم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې ورکړل شوې دي. د يادونې وړ ده، چې يادې ټولنې تر دې وړاندې هم په يو شمېر ولايتونو کې په روغتيايي برخه کې ورته مرستې کړې دي.