د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
ښاغلي مجاهد په خپله خواخوږۍ کې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او د ټپیانو لپاره یې د بشپړې روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
یاده ټرافیکي پېښه نن سهار د قرغیو ولسوالۍ اړوند شوې چې له امله یې ۱۸ کسان شهیدان او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

