ډېر لوستل شوي

د لبنان په سوېل کې د اسراییلو برید؛ د وژل شویو شمېر اتو ته لوړ شو

د لبنان رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د سوېل د عدلون ښارګوټي پر یوې سیمې د اسراییلو په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر اتو ته لوړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د برید له امله یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د قربانیانو شمېر د ژغورنې او پلټنې د عملیاتو له دوام سره زیات شوی دی.

لبناني چارواکو ویلي، د ژغورنې ډلې لا هم په سیمه کې د نورو احتمالي قربانیانو د موندلو لپاره لټون او د ژغورنې عملیات روان ساتلي دي.

تر اوسه د برید د هدف او د قربانیانو د هویت په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

اړوند خبرونه