په پاکستان کې د ريل ګاډي په تمځای کې د “بمي چاودنې” له امله څلور کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په جنوب لویدیځ ښار “کوټه” کې د ریل ګاډي په تمځای کې د بمي چاودنې له امله لسګونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ياد هېواد سيمهييزو رسنيو د ټپيانو شمېر تر ۳۰ کسانو زیات ښودلی دی. د “جیو” ټلوېزيونې شبکې په راپور کې راغلي، «دا چاودنې د ریل ګاډي په تمځای کې د مسافرو د داخلېدو په برخه کې هغه مهال شوې چې ریل ګاډی تمځای ته ورسېد؛ ویل کیږي په سيمه کې د ګڼې ګوڼې له امله ښايي، د وژل شویو او ټپیانو شمېره زیاته شي.»