ډېر لوستل شوي

مولوي ذبيح الله مجاهد د پکتيا له والي سره کتلي

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد د پکتيا ولايت له والي ملا مهرالله حماد سره کتلي دي.

د ياد ولايت مقام وايي، په دې ناسته کې دواړو لورو د دې ولايت د ولسونو پر ستونزو خبرې کړې دي.

دغه راز ښاغلي مجاهد د “ګردېز” ښاروالۍ د فعاليتونو ستاينه کړې او د ښاريانو لپاره يې د لا نورو اسانتياوو د برابرولو په تړاو خپل نظرونه له والي سره شريکې کړي دي.

په دې ناسته کې د پکتيا والي ويلي، چې د مسوولينو د لارښونو پر بنسټ به د پکتيا ولسونو ته په ټولو برخو کې چوپړتیاوې وړاندې کړي. د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد دغه راز په پکتيا کې د نښتر ادبي بهير له مشرتابه او غړو سره هم ليدلي دي.

اړوند خبرونه