د ملي پراختیا شرکت وایي چې د یاد شرکت د مذهبي او کلتوري مرکزونو د ابادۍ په لړ کې د میدان وردګو ولایت د جامع جومات ودانیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد شرکت ویاند، نبي ارغندیوال په اېکس لیکلي چې دا پروژه د ۸۷ میلیون افغانیو په لګښت د مسلکي انجنیرانو لخوا په لوړ کیفیت او عصري ډیزاین بشپړه شوې ده.
ښاغلي ارغندیوال لیکلي چې د جومات اصلي ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې او په یو وخت پکې شاوخوا ۲۰۰۰ لمونځ کوونکي ځایېدلی شي.
د سرچینې په وینا چې یاد جومات همداراز د ۷۵۰ کسانو په ظرفیت د فاتحې یو صالون، د اوداسه مجهزه خونه، د اوبو ژوره څاه او یوه لویه ذخیره لري، چې ترڅنګ یې د چاپېریال د ښکلا او خوندیتوب لپاره پراخه شنه ساحه او احاطوي دېوال هم جوړ شوی دی.

