د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي او کروندګر وایي، له تېرو څو لسیزو راهیسې د دوی په سیمه کې د بیارغونې، کرنې، پوهنې، روغتیا او نورو بنسټیزو برخو کې د پام وړ پرمختګونه نه دي شوي.
د سیمې خلکو په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ولسوالۍ ته یو څه پام شوی، خو لا هم د اړتیاوو په پرتله کافي کارونه نه دي ترسره شوي.
بل لور ته د پکتیا ولایتي مسوولین ډاډ ورکوي چې په یاده ولسوالۍ کې دا مهال په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر لویو او کوچنیو پروژو چارې روانې دي. د دوی په وینا، هڅې پیل شوې دي چې دې سیمې ته د حکومت او مرستندویو موسسو په همکارۍ نورې پراختیايي پروژې هم راجلب او پلې شي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره او د بیارغونې چارې لا ګړندۍ شي.

