ډېر لوستل شوي

په چین کې د چړې برید له امله اته کسان وژل شوي

د چین پولیسو ویلي، چې تېره ورځ د دې هېواد په ختیځ کې یوه ۲۱ کلن زده کوونکي د چړې په برید کې اته کسان وژلي دي.

د چین د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې برید کې ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه د چین د ختیځ “جیانګ سو” ولایت په “شي جینګ” ښار کې د یو تخنیکي او مسلکي ښوونځي دننه رامنځته شوې ده.

اړوند خبرونه