د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې په چاناک قلعه ښار کې یې په دوو جلاـ جلا عملیاتو کې د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۴۴ افغان کډوال نیولي دي. پولسیو ویلي، نیول شوي کډوال به ډیر ژر افغانستان ته واستول شي.
په دې عملیاتو کې دوه تنه د انساني قاچاق په تور هم نیول شوي دي.
انقرې ویلي، چې ټول هېواد کې یې د ناقانونه کډوالو د پېژندنې او نیونې لړۍ پیل کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ترکیې په ګډون ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي پېښې زیاتې شوي.