ډېر لوستل شوي

د بروکسل په ناسته کې د افغان پلاوي حضور؛ ډیپلوماټیک ضمایم او د اړیکو نوی څپرکی

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، همدې وزارت کې د څلورم ریاست رئیس او اروپا ته د تللي پلاوي مشر عبدالقهار بلخي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اروپایي ټولنې په بلنه یې سفر بشپړ شوی او د مثبت تعامل د پيل هیله یې ښکاره کړې ده.

د اسلامي امارت دغه پلاوي د اروپايي ټولنې په بلنه بروکسل ته سفر کړی و او د اروپايي ټولنې له استازو سره یې د افغانانو لپاره د قونسلګریزو خدمتونو د پراختیا، د باور جوړونې اقداماتو او د بېرته ستنېدونکو افغانانو په پتمن بهیر یې ټینګار کړی و. دغه سفر د جون په ۲۳مه، د سه‌ شنبې په ورځ، د اروپايي ټولنې په بلنه ترسره شوی دی. ددغه پلاوي د مشرۍ واګې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند او د څلورم سیاسي ریاست (اروپا) د رئیس عبدالقهار بلخي سره وې چې پلاوي کې ورسره د کورنیو چارو وزارت استازي هم شامل وو. د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ له پیله دا لومړی ځل دی چې یو پلاوی اروپايي ټولنې ته ولاړ او په بروکسل کې یې د غړو هېوادونو له استازو سره ګټوري خبرې اترې وکړې.

که څه هم ددې سفر بشپړ حال د رسنیو له پوښښه پټ پاتې شوی او نه هم د افغان پلاوي او د اروپایي ټولنې له استازو سره د کتونکو کسانو نومونه په لاس کې شته؛ خو د افغان پلاوي ددې سفر تعقیبونکي او څارونکي دا د اوسني حکومت د پیل لومړی رسمي سفر بولي او د اروپا او افغانستان د اړیکو رغنده څپرکی یې یادوي. افغان پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره په څو اړخيزو او دوه اړخيزو ناستو کې په اروپا کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د بیا پیلېدو، د باور جوړونې، اغېزمن حضور او د هغو افغانانو د ستونزو د حل پر لارو چارو بحثونه وکړل چې په اروپا کې یې د پناه غوښتنې‌غوښتنلیکونه نه دي منل شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

اروپایي ټولنې سره د کتونکې افغان ډلګۍ مشر ویلي، چې دا ډول تعامل کولای شي د مثبتو اړیکو لپاره نوې لارې پرانیزي، په بهر کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل بهیر پیاوړی کړي او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو فضا نوره هم پراخه کړي. د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه سفر د اروپايي ټولنې په بلنه ترسره شوی او دواړو لورو د تخنیکي او بشري موضوعاتو پر عملي اړخونو تمرکز کړی دی. بلخوا، اروپايي کمیسیون وایي، د بروکسل په ناسته کې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه. ښایي له ځینو سره فکر پیدا شوی وي چې افغان حکومت څنګه په یوه ځل او ناڅاپي توګه د اروپا تر ماڼیو وبلل شول او دا ګام ولې په تېرو شاوخوا پینځو کلونو کې نه اخیستل کېده؟ ددې پوښتنې ځواب دا دی چې د افغان حکومت ډيپلوماټیک چینلونه له لومړي سره فعال و. هغو هېوادونو سره چې مستقیم لیده کاته کېدل، هغوی سره مستقیم او دوه په دوه ناستې روانې وې؛ خو هغو هېوادونو سره چې د افغان حکومت له استازو سره له تعامل انکاري وو او د اړیکوـ همغږۍ کوم بستر نه وو موجود؛ نو هغوی سره د درېیمګړو هېوادونو په اسانچارۍ خبرې اترې روانې وې. اروپا ته د افغان پلاوي اوسنی سفر هم اصلا د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې په کابل کې د ترسره شویو تخنیکي خبرو تعقیبي ناسته بلل شوې، چې د ستنېدونکو د پېژندنې، د سفر اسنادو د صادرولو او د هغوی د بېرته ستنولو پر میکانیزمونو یې تمرکز درلود.

دې ناستې د افغانستان د اوسني حکومت او هغه په نوم افغانان سخت پارولي چې تل یې د افغاني ارزښتونو مخالفت کړی دی او د هېواد د ابادۍ نه، بلکې د ورانۍ پلوي دي. ددې سفر ځواب کې تش په نوم افغان منتقدینو ویل چې باید د اسلامي امارت لاسونه تر اروپا ونه غځېږي او اروپایي هېوادونه هم باید د روغې جوړې لاسونه ورنه کړي. دا راز، دې ناستې او کتنو د یو شمېر اروپایي منتقدینو او هغوی غوسه هم پارولې چې د افغانستان له واقعي ـ ځمکني حقیقت څخه خبر نه دي او د رسنیو په خوله باور کوي. ددې سفر په څنډه کې ویل کېږي چې د افغان حکومت استازو له ځینو اروپایي هېوادونو له استازو سره جلا کتنې هم لرلې. ویل کېږي چې جرمني خپل هېواد کې د ا.ا د نویو ډيپلوماټانو د منلو هوکړه هم کړې ده. که څه هم جرمني په رسمي ډول ددې ډول لیدنو کتنو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو ځینو چارواکو یې یوازې دومره ویلي چې ددې ډول کتنو موخه یې د افغان کډوالو خوندي او منظمه ستنېدنه ده. بلجیم هېواد هم د کوربه هېواد په توګه څه نه دي ویلي. دې هېواد د افغان حکومت پنځو استازو ته رسمي ویزې صادرې کړې وې چې یوه ورځ یې وخت درلود او یوازې د بلجیم تر شاوخوا محدودې وې.

د اساسي پوښتنې په ډول، ددې ډول کتنو ګټې څه کېدای شي؟

موږ وړاندې وویل چې ا.ا د دویم ځل واکمنۍ له پیله دا اعلام کړه چې له ټولو اړخونو سره ښې اړیکې غواړي او له هغوی سره یې هم تخاصم پای ته رسېدلی، چې هېواد یې اشغال کړی و. افغان حکومت تعهد کړی و چې د افغانستان خاوره او فضا به د نورو هېوادونو پر ضد د ګواښ او برید لپاره نه کارېږي، نه به د کوم هېواد په دنننیو چارو کې لاسوهنه کوي او برعکس له نورو هېوادونو هم د ورته او متوازن تعامل غوښتونکي دي.

اوسمهال په ډيپلوماټیک ډګر کې هر ووړ او ستر ګام د یوې تشې د ډکولو ځای لري او باید په هره وړه او غټه موقع کې دا ډول فرصتونه ضایع نه شي. هر هغه تعامل چې د سیاسي خبرو اترو یوه وړه دریڅه پرانیزي، کولی شي د هېواد د منزوي کېدو مخه ونیسي. په ځانګړي ډول د کډوالۍ، بشري مرستو او اقتصادي همکاریو په برخو کې مستقیمې خبرې د افغانانو پر ورځني ژوند اغېز لري.

بله دا چې دا باید روښانه شي، چې د ډيپلوماټانو منل په دې معنا نه دي چې جرمني حکومت، افغان حکومت په رسمیت پېژندلی دی، بلکې دا یو عملي او تخنیکي تعامل ګڼل کېږي. د دې ګټه دا ده چې د افغانستان اړوند قونسلۍ چارې، د اسنادو تصدیق، د مهاجرینو ستونزې او نورې اداري اړتیاوې په اسانه ترسره کېدای شي.

زما ارزونه دا ده چې د اوس لپاره دا پرمختګ د افغانستان لپاره که څه هم محدود فرصت دی، خو مثبت او له ګټې خالي نه دی. ددې تعاملاتو یو څرک دا دی چې لا هم افغان حکومت ته د نړیوالو پر مېز د کېناستو او خبرو فرصت شته او له همدې وړو وړو فرصتونو د یوه لوی او نښلېدونکي کانال استفاده کېدای شي.

اړوند خبرونه