ډېر لوستل شوي

د وسپنې پتلۍ له لارې ۴سوه زره مټريک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي، چې د تېرې يوې مياشتې په لړ کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۴ سوه ۵۲ زره او ۱۳۳ مټريک ټنه واردات او صادرات شوي دي.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د حيرتان بندر له لارې ۳ سوه ۴۹ زره او ۵۹۹ ټنه، د اقينې بندر له لارې ۲۵ زره او ۶۳۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۴ زره او ۷۰۱ ټنه او د خواف ـ هرات له لارې ۲ زره او ۲۰۲ ټنه نفتي او غير نفتي مواد صادر او وارد شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، د تېرې ليندۍ مياشتې په لړ کې ۷۷۷ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
د ټولګټو وزارت لخوا خپور شوی وروستی راپور ښيي، چې د افغانستان د وسپنې پټلۍ د تېرو مياشتو په پرتله د صادراتو او وارداتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

اړوند خبرونه