د عامې روغتیا وزارت وایي چې په روزګان ولایت کې د ۳۸۰ زره ډالرو په لګښت «فیروشه» روغتیایي مرکز جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د دغه روغتیایي مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي او ځايي مسوولینو ګډون درلود.
د خبرپاڼې له مخې چې یاد روغتیایي مرکز (NEW CHC) په اړینو طبي وسایلو او او برېښنایي سیستم سمبال او د UNHCR په مالي لګښت په څلور زره متره مربع ځمکه جوړ شوی دی.
سرچینې لیکلي چې د دغه روغتیايي مرکز په فعالېدو سره به د سیمې اوسېدونکي له اړینو روغتیایي خدمتونو برخمن او د دوی ګڼې روغتیایي ستونزې به حل شي.

