ډېر لوستل شوي

د کراچۍ اوسېدونکو نوی کال پر ویر پیل کړ

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نوي کال د نمانځنې په پار په هوایي ډزو کې د ۲ ښځو په ګډون ۲۹ تنه ټپیان شوي.

 امنیتي چارواکو ویلي چې د دغو ډزو په تړاو یې ۳۰ کسان نیولي دي.

د کراچۍ امنیتي چارواکو او د بېړنیو مرستو ادارې ویلي، چې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي.

د کراچۍ پولیسو مخکې خبرداری ورکړی و چې د نوي کال په پار دې ډزې نه کیږي. یاده دې شي چې پخوا هم په کراچۍ کې د اختر، لوبو او نوي کال د خوشالۍ په پار ډزې شوي چې ګڼې کورنۍ یې د ویر پر ټغر کېنولي.

اړوند خبرونه