ډېر لوستل شوي

لوګر پوهنې ریاست ته د نوي نصاب نږدې ۱۳۷ زره درسي کتابونه وسپارل شول

د پوهنې وزارت له لوري د لوګر د پوهنې ریاست ته د نوي ښوونیز نصاب نږدې ۱۳۷ زره ټوکه درسي کتابونه وسپارل شول، چې د مرکز او ولسوالیو په رسمي دیني مدرسو کې به پر زده‌کوونکو ووېشل شي.

د چارواکو په وینا، په دې پړاو کې د لومړي تر درېیم ټولګي پورې ۴۰ عنوانه درسي کتابونه په پښتو او دري ژبو چاپ شوي چې ټولیز شمېر یې ۱۳۶ زره او ۹۸۱ ټوکو ته رسېږي.

ټاکل شوې دغه کتابونه د لوګر ولایت په ۱۹۳ رسمي دیني مدرسو کې ووېشل شي، څو زده‌کوونکو ته د درسي موادو لاسرسی اسانه او د کتابونو اړوند ستونزې هوارې شي.

اړوند خبرونه