امید راډیو ته باوري سرچینو ویلي چې د ترکیې سفارت د افغانستان اسلامي امارت په واک کې دی او د افغان حکومت ډیپلوماټانو ته سپارل شوی.
له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي په خپل رسمي اېکس لیکلي چې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د تېر په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
نوموړي په خپل اېکس لیکلي: ((هېوادوال بايد ډاډه اوسي چې په سفارت کې د اسلامي امارت د دیپلوماتانو له لورې په بشپړ شفافيت، مسؤوليت او تعهد سره د کونسلي خدماتو او د هېواد د استازيتوب دندې ترسره کېږي.))
نوموړي وړاندې ویلي چې دغه سفارت د هېوادوالو په چوپړ کې دی او کونسلي چوپړونه فعال دي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د اسلامي امارت ډپلوماټیکي اړیکې شته او همدارنګه د ګڼو هېوادونو سفارتونه کابل کې فعال دي.