د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په خپل رسمي اېکس نن(پنجشنبه، سلواغې ۱۸مه) ویلي چې د جګړهییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرحدی فوق العاده زده کړو څخه ۵۳۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي دي.
په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي، مسوولینو او ګڼو منسبینو برخه اخیستې وه.
د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي دغو فارغوشویو نظامیانو ته په خپله وینا کې دوی ته د پیروۍ، د هېواد د پولو ساتنې او د تقوا سپارښتنه کړې ده.
هیره دې نه وې دغو ځواکونو ته د څلور میاشتنیو مسلکی زده کړو په بهیر کې د توپوګرافي، توپچي، درنو او سپکو وسلو کارول، سرحدی قوانين او يو شمیر نورو برخو کې د مسلکي استادانو له لوري نظری او عملي زده کړې ورکړل شوي دي.
یاده دې شي چې د ۵۳۵ فارغانو سره هممهاله د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د عمومي خدمتونو ښوونځي د عامو چارو ۲۳ آمرین هم فارغ شوي.